زه چې خپــل ليــونــي زړه کــړم پــوه پــه پتـــه
پــه خــندا مـې جــام د جـــم تــه ورکـــړه لتـــه



هغــه ځائے نه کـــړې غلط چـې تـرې الــوځـې
تــه چـې څو پـه پــورتـه درومــې ګـــوره ښکته




نـور خواهـش به مې فتـــور د دې ســـرور شي

مـــه مـــې سيـــزه د ســاقــي د سترګـو ستـــه



ستـــا پـه مخ کــه اويـــزان زمـــا ژونــدون شي

زه بـــه ګــــرده دنيــــا ورکــــړم ستـــا پـه تتـــه



زه خــو دا ګـڼـــم چـــې زړه دې رانــــه يــــوړو

چــې سلګـۍ مــې شـي د زړه نـــه را اوچـتـــه



بې پــروا شــوې که اشنــا شــوې راتـه وايـــه

اوس دې لاس نــه ځـي پلــؤ تــه لــه هـيبـتـــه



له تـراوه خويـه دې ژونـد د عشق مې خوږ شو

پــه نــارنج کښــې وي ګلونـــه خـوش نکهتــه



د هــــير شــوي يـــار د کــور په لـور مې بيايې

پــه بـدۍ کښــې څــه نيـکـــي کــوې عـادتــــه



چـې خواخـوږي دې حـمـــزه ورتــه نـمــا کــړل

پـــه خــواخــــوږو يــې پيــښـــيـږه مصيـبتـــــه



Similar Threads: